IQNA

ملایشیا د نړۍ د ۵۷ هیوادونو  ددیني شخصیّتونو کوربه کیږي

13:31 - May 05, 2024
د خبر لمبر: 3489168
ایکنا -  د نړۍ د ۵۷ هیوادونو دیني او مذهبی شخصیّتونه  د راتلونکي سه شنبې په ورځې په ملایشیا کې په ترټولو لوی سمینار کې سره غونډيږي.

ایکنانیوز  د بوابة الاهرام له قوله راپور راکوي،  د ؛ دینونو دپيروکارو ترمنیځ د غږملتیا پیاوړتیا ؛ په عنوان سره  ددینی رهبرانو ترټولو لوی نړیوال کنفرانس د  ملایشیا د لومړي وزیر داتو سری انور بن ابراهیم  او د مسلمانو عالمانو دنړیوالې اتحادېئ د مشر محمد بن عبدالکریم العیسی  په څارنې او ملګرتیا سره او د نړۍ د ۵۷ هیوادونو د کابو دوو سوو روڼ اندو ،مذهبی شخصیّتونو  او عالمانو په ګډون سره د  روان غواي یا ثور د میاشتې په  اتلسمه نیټه د ملایشیا په کوالالامپور کې ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده دغه کنفرانس تکثیریت ، زغم، اعتدال، روزنې ،تعلیم،  او دټولشموله مشترکاتو او پل  درامینځةکولو  سره په ډیرو چورلیزونو متمرکز شي او ارزونې وکړي.

دغه نړیوال کنفرانس همداراز د نړیوالې سولې او امنیت په پیاوړتیا کې  د دین اهمیّت  او د ملتونو ترمینځ د پیوستون د پیاوړتیا، او دتمدنی ملګرتیا د لارو چارود ارزونې  اهمیّت تعقیبوي. پر دې سربیره  هغه نوښتونه چې  د ؛ مکې سند؛  څځه سرچینه اخلی  او د دین اصیل ارزښتونه رابرسیره کوي،  هم  په کار اچول کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4213822 

captcha